غزنيښار (پژواک) – د غزني د اببند ولسوالۍ په دلالو سیمه کې د نږدې ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې پيل شوې.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مرستیال مولوي ارسلا خروټي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه پل به د ۸۰ مترو په اوږدوالي او پنځو مترو په سور په پاخه او اساسي ډول د شاوخوا دوو کلونو په موده کې جوړ شي.
هغه زیاته کړه چې د یادې پروژې لګښت د دغه وزارت له داخلي بودجې ورکول کېږي.
خروټی وايي چې غزني د وزارت د لومړیتوببندۍ په جدول کې د پخوانیو پراختیايي فعالیتونو له مخې په صفر سلنه کې ځای لري او ډاډ یې ورکړ چې هڅه کوي په راتلونکي کې د غزني په نورو سیمو کې هم ورته پراختیايي پروژې پلې کړي.
د غزني د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي حضرت صهیب وویل چې له دغه پله به د غزني د اببند ولسوالۍ د اوسېدونکو ترڅنګ د پکتیکا ولایت د وازېخواه او ډیلي ولسوالیو خلک هم ګټه اخلي.
د سیمې قومي مشران وايي، دغه پل د اببند ولسوالۍ شمالي او سوېلي سیمې سره نښلوي او له جوړېدو سره به یې د سوېلي اببند د شاوخوا ۷۰ کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.
د اببند د دلالو کلي اوسېدونکي اسدالله وویل چې د پله نشتوالي د کلونو په اوږدو کې د سیمې د خلکو ژوند سخت کړی و، په ځانګړي ډول د ژمي او پسرلي په موسمونو کې چې به اوبه ډېرې شوې.
هغه زیاته کړه: «کله چې بارانونه او واورې وشي، اوبه ډېرې شي، خلک نه شي کولای په اسانۍ له دې لارې تېر شي؛ ان کله ناکله به اوبو خلک هم له ځان سره وړل. د دې پل جوړېدل زموږ د سیمې د خلکو یوه لویه ستونزه حل کوي.»
د سیري کلي قومي مشر دوستمحمد هم وویل چې دغه پل یوازې د یوې سیمې لپاره نه، بلکې د اببند ولسوالۍ د شمالي او سوېلي برخو نښلولو لپاره مهم دی.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري د غزني د ګیرو ولسوالۍ په حکیم کلا او د ګیلان ولسوالۍ په مستان سیمه کې هم د پلونو جوړولو چارې پیل شوې دي.










