منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۹ غ.م
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

نورستان کې د ۳۵،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

پارون (پژواک) – د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو او لرې پرتو سیمو کې د پراختیایي پروژو لپاره له ځانګړې شوې یو میلیارد افغانۍ بودجې څخه د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې د ۳۵،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو د جوړولو او پراخولو دوې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو او لرې پرتو سیمو کې د پراختیایي پروژو لپاره د یو میلیارد افغانیو له منظورې شوې بودجې څخه نورستان ولایت ته هم یو شمېر پروژې منظورې شوې دي.

سرچینې ویلي چې له دغو پروژو دوې یې پرون د دغه وزارت د یوه پلاوي له لوري د ځایي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د وزارت د معلوماتو له مخې، لومړۍ پروژه د برګمټال ولسوالۍ په اټټې غرنۍ او لرې پرته سیمه کې د ۲۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې چې د ۲۵ کیلومتره خام سړک رغول او پراخول او د ۵۲ لویو او کوچنیو پلچکونو جوړول پکې شامل دي.

دغه راز، دویمه پروژه د کامدېش ولسوالۍ په کوشتوز سیمه کې د ۵،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځه‌نیم کیلومتره خام سړک جوړول او پراخول دي چې د یاد پلاوي او ځایي مشرانو په حضور کې پرانیستل شوه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي چې د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال د سیمو اوسېدونکو د پروژو پر بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ظاهرشاه د واکمنۍ له دورې وروسته دا لومړی ځل دی چې د دوی سیمو ته په دې کچه پاملرنه کېږي.

د سرچینې په وینا، ځایي اوسېدونکو ویلي چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره یې د تګ راتګ ستونزې کمې شوې او هغه لاره چې مخکې به یې د ولسوالۍ تر بازاره په درېیو ساعتونو کې وهله، اوس یې په نیم ساعت کې وهي.

د یادو سیمو اوسېدونکو دغه راز له حکومته غوښتي چې د روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو او برېښنا په برخو کې هم د دوی اړتیاوو ته پاملرنه وکړي.