منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۷ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کونړ په ناړۍ کې د نږدې ۴۹ میلیون افغانیو په لګښت کیبلي پل جوړېږي

· ۱ دقیقه لوستل

اسعداباد (پژواک) – د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د نږدې ۴۹ میلیون افغانیو په لکښت د یوه کیبلي پله جوړولو چارې پیل شوې.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پله پر جوړېدو ۴۸.۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

دغه‌راز، د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست استازی حاجي مسعود وايي چې یاد پل د ناړۍ ولسوالۍ په څونه ګلې سیمه کې د ۱۴۰ مترو په اوږدوالي او ۳،۲۰ مترو په سور پر کونړ سیند جوړېږي او ۱۷۰ متره نښلونکی سړک به هم ولري.

 هغه زیاته کړې چې د دغه پله لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې ورکول کېږي او چارې به یې د نهو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د کونړ ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محمدامین حق‌پرست ویلي، د پلونو جوړولو چارو ته زیاته پاملرنه شوې او د دغه پله ترڅنګ به په ناړۍ او مرکز اسعداباد کې هم د دوو نورو پلونو جوړولو چارې پیل شي.