پلعلم (پژواک) – د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلومتره معیاري سړک جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې ۲۸ کلي له یو بل سره ونښلول شي.
دغه سړک چې اته متره پلنوالی لري، د محمداغې ولسوالۍ له آببازک سیمې تر سیاهبیني پورې غځېږي او د جوړولو چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.
د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدیوسف مستري، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي نورالله حکمت په دغو مراسمو کې وویل، دغه پروژه د ۱۴۳ میلیونه او ۷۵۷ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي.
د هغه په وینا، په دې پروژه کې د ۱۱۹۸ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو، پلچکونو او نورو اړوندو تأسیساتو جوړول هم شامل دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په دغو مراسمو کې وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد په کچه زېربنایي او خدماتي پروژې په عادلانه او متوازن ډول پلې کړي.
هغه زیاته کړه، کلیو ته د اغېزناکو خدمتونو رسول، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د بېوزلۍ کمول او د ولسوالیو او کلیو نښلول د یاد وزارت له موخو دي.
د لوګر مرستیال والي مولوي محمدیوسف مستري بیا د سړکونو جوړول د اقتصادي ودې او روغتیايي، ښوونیزو، ټولنیزو او ارتباطي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي لپاره مهم وبلل.
هغه له خلکو وغوښتل چې د سړکونو او نورو عامه تأسیساتو په ساتنه کې همکاري وکړي او د پروژې له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل چې چارې د قرارداد له شرایطو او ټاکلو معیارونو سره سم پر وخت بشپړې کړي.










