منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.و
۱۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

دایکنډي کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴ کتنې

نیلي (پژواک)  – د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د خلکو په څه باندې څلور میلیونه افغانیو شخصي لګښت د «کتوت هلکانو لېسې» لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.

د دایکنډي د پوهنې ریاست د نشراتو مسوول یاسر محقق وویل، د دې لېسې ودانۍ د څه باندې څلور میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په شخصي مرستو جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د دې ښوونځي زده‌کوونکي مخکې د مناسب درسي ځای د نشتوالي له ستونزې سره مخ وو، خو د ودانۍ په جوړېدو سره به هغوی ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

د نوموړي په وینا، دغه ودانۍ د ۱۰ درسي ټولګیو او څلورو اداري خونو په درلودو جوړېږي.

د شهرستان د پوهنې امر قاري سیدولي سعیدي په دې مراسمو کې د ټولنې د پرمختګ لپاره د پوهنې او روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ او د ښوونیزو بنسټونو په پیاوړتیا کې یې د خلکو ونډه او همکاري ارزښتناکه وبلله.

هغه د سیمې د اوسېدونکو د مرستو او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې د پوهنې ریاست د ښوونیزو اړتیاوو پوره کولو په موخه له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د دایکنډي ولایت د یو شمېر نورو ښوونځیو ودانۍ هم د خلکو په شخصي لګښت جوړې شوې دي.