منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.و
۱۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د اروزګان مرکز ترينکوټ کې د عيدګاه جامع جومات پرانيستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) ـ د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اروزګان کې د ترينکوټ عيدګاه مرکزي جامع جومات پرانيستي پر مهال له علماوو غوښتي چې له دغه دیني مرکزه په استفادې، خلکو ته په مسلسله توګه د دیني زده‌کړو، نبوي اخلاقو او د یووالي درسونه وړاندې کړي او د جومات ممبر د خیر، فلاح، اصلاح او اتحاد ممبر وګرځوي.

اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند نن (جمعه) د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ عيدګاه مرکزي جامع مسجد پرانيست.

سرچینه زیاتوي، د ترینکوټ عیدګاه مرکزي جامع مسجد په دولس جریب ځمکه کې د ۲۰۰ میلیون افغانيو په لګښت جوړ شوى چې په یوه وخت پکې تر ۳۵ زره پورې لمونځ کوونکي ځاییږي.

 د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې دیني مرکزونه د نبوي اخلاقو، دیني شعور او هویت، فکري تربیت او د اسلامي نهضت مقدس بنسټونه وبلل او زیاته یې کړه چې د دې  بنسټونو له لارې لوى مفسرين او علماء روزل شوي دي.

برادر د دیني مرکزونو د فزیکي ابادۍ ترڅنګ د هغو په  معنوي او حقيقي ابادۍ هم ټينګار کړې دی.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال له علمای کرامو غوښتي چې له دې دیني مرکز څخه په استفادې، خلکو ته په مسلسله توګه د دیني زده‌کړو، نبوي اخلاقو او د یووالي درسونه وړاندې کړي او د جومات ممبر د خیر، فلاح، اصلاح او اتحاد ممبر وګرځوي.