منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۸ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

له سیداباد تر غزني د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې پاتې چارې بیا پیل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳ کتنې

کابل (پژواک) – د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ارغندۍ – غزني د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې پاتې چارې له سیداباد څخه تر غزني ښاره د برېښنا د دغه مزي د پیاوړتیا او عصري کولو په موخه بیا پیل شوې دي.

برېښنا شرکت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د دغه شرکت د انجنیرانو او مسلکي تخنیکي کارکوونکو په هڅو له ارغندۍ تر سیداباد پورې د یادې پروژې چارې بشپړې شوې او له سیداباد تر غزني پورې یې پاتې چارې د برېښنا د پرچاویو له فرصت څخه په استفادې بیا پیل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې اصلاحي پروژه کې د اړوندو فازونو د زیانمنو شوو مزو پر بدلولو سربېره، نور اړین تجهیزات هم عصري کېږي او ټاکل شوې چې پاتې چارې یې ډېر ژر بشپړې شي.