غزني ښار (پژواک) – په غزني کې پر څه باندې ۱۱۰۰ جریبه ځمکه د سلطان محمود غزنوي صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې چې د مسوولینو په وینا، بنسټیزې چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې او ۴۵۰ صنعتکارانو ته به پکې د کارخونو جوړولو زمینه برابره شي.
د دغه ښارګوټي د جوړېدو چارو د پیل په مراسمو کې د مالیې وزیر مولوي احمدناصر اخوند، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د سوداګرۍ خونې مرستیال خانمحمد وردګ، سیمهییزو مسوولینو، صنعتکارانو او سوداګرو ګډون کړی و.
د غزني د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمدبشیر سیرت په دغو مراسمو کې وویل، یاد ښارګوټی د غزني ښار اړوند د اسفندې سیمې په دښته کې جوړېږي چې د خوراکي توکو، درملو، مشروباتو، نساجۍ او نورو تولیدي برخو کارخونې به پکې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه، په دغه ښارګوټي کې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش ډېره برخه ترسره شوې، د هرې نمرې بیه ۳۰۰ زره افغانۍ او د هر جریب ځمکې بیه ۱۵ زره امریکایي ډالره ټاکل شوې چې صنعتکاران یې په اوو کلونو کې په قسطونو ورکولای شي.
د سلطان محمود غزنوي صنعتي ښارګوټي د پروژې انجنیر میر احمد خیبر وویل، دغه ښارګوټی د سپکو او کوچنیو صنعتونو لپاره ځانګړی شوی چې سړکونه، د موټرو تمځایونه، جوماتونه، د برېښنا او کانالیزاسیون شبکې، سوداګریز مارکېټونه، د مراجعینو د استوګنې ځایونه او نور اړین تاسیسات به پکې جوړ شي.
بلخوا، یو شمېر صنعتکارانو د دغه ښارګوټي له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې تر دې وړاندې یې په بېلابېلو سیمو کې د خپلو کارخونو د فعالیت پر مهال له ستونزو سره مخ وو.
یوه صنعتکار صدیقالله هداد وویل، په یوه ځانګړي صنعتي ښارګوټي کې د فعالیت زمینه برابرېدل د تولیدي چارو په تنظیم، د ستونزو په کمولو او د سوداګریزو فعالیتونو په پراختیا کې مرسته کوي.
په غزني کې د سلطان محمود غزنوي صنعتي ښارګوټي ترڅنګ د څلورو نورو صنعتي ښارګوټو د جوړولو پلان هم شته.
د کورنیو تولیداتو پر پیاوړتیا او د پانګونې پر زیاتوالي ټینګار
د مالیې وزیر مولوي احمدناصر اخوند په دغو مراسمو کې د صنعتي ښارګوټو جوړول د هېواد د اقتصادي ودې او کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او ویې ویل چې د امنیت له ټینګښت سره په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.
هغه وویل، حکومت صنعتکارانو ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړې او ښايي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د مالیاتي اسانتیاوو په برخه کې نورې پرېکړې هم وشي.
ده له سوداګرو وغوښتل چې کولای شي د مالیاتو په برخه کې خپل شکایتونه له اړوندو ادارو سره شریک کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمن کېدو وروسته یو شمېر افغان پانګهوال بېرته هېواد ته راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې یې پانګونه پیل کړې ده.
ده له هغو افغان سوداګرو او پانګهوالو چې په بهرنیو هېوادونو کې پانګونه لري وغوښتل چې خپلې پانګې افغانستان ته راولېږدوي.
هغه وویل، صنعتکاران د خپلو کارخونو لپاره له بهره د ماشینرۍ واردولو پر مهال له مالیاتو معاف دي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه به پر وارداتي توکو تعرفې هم لوړې شي.
زاهد له صنعتکارانو وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو کیفیت او کمیت لوړ کړي، څو خلک پر خپلو تولیداتو باور پیدا او د بهرنیو توکو پر ځای کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانمحمد وردګ وویل، اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا شپږ زره کارخونې فعالیت کوي او هڅې روانې دي چې په ټولو ولایتونو کې صنعتي ښارګوټي جوړ شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، په نږدې راتلونکي کې به شاوخوا ۱۶۰ زره جریبه ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په واک کې ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د ضایعاتو د مخنیوي لپاره هم بنسټیزې پروژې پلې کېږي چې یوه بېلګه یې په پکتیکا کې د حکومت له کورنۍ بودجې څخه د یوې سړې خونې جوړول دي.
د هغه په وینا، اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۱۵ زره فارمونه فعالیت کوي چې ۱۵۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې او له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د غوښې صادرات هم روان دي.
په دغو مراسمو کې د غزني د ولایت استازي مولوي موسیجان ابراهیم له مسوولینو وغوښتل چې د دغه ولایت اقتصادي ودې ته لا ډېره پاملرنه وکړي او نورې پراختیایي پروژې هم پکې پلې کړي.










