کابل (پژواک) – د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د «تحتغلمین» د نجونو ښوونځي ته د ۴۰۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د غور د پوهنې ریاست مسوولین وايي، دغه ودانۍ د «ورلډوېژن» دفتر په مالي ملاتړ او د اسیا د ټولنې د پراختیا موسسې (ACDO) په همکارۍ، په شپږو میاشتو کې جوړه شوې ده.
د غور د پوهنې رییس مولوي غلاممحمد کاظم د دې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کول زدهکوونکو ته د زدهکړو غوره زمینه برابروي.
د مسوولینو په وینا، دغه ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي، دوې اداري خونې، د احاطې دېوال، د لمریزې برېښنا په سیستم سمبال د اوبو څاه او معیاري تشنابونه لري.
د غور د پوهنې رییس د یاد ښوونځي له مسوولینو او د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې د دې ودانۍ ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
د غور د پوهنې ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال د «تحتغلمین» د نجونو په ښوونځي کې نږدې ۵۰۰ زدهکوونکې پر زدهکړو بوختې دي.










