منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۶ غ.م
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې درې روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

· ۴ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

غزني‌ښار (پژواک) – د غزني په ګیرو، مقر او جاغوري ولسوالیو کې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت درې لومړني روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول.

د یادو مرکزونو د پرانیستې په مناسبت د ګیرو ولسوالۍ په دیسي کلي کې غونډه جوړه شوې وه چې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو، د اې‌اې‌ډي‌اې موسسې استازو، سیمه‌ییزو مسوولینو او قومي مشرانو ګډون پکې کړی و.

د اې‌اې‌ډي‌اې موسسې د ولایتي دفتر د اروپا روغتیايي سازمان (UQ) پروژې مسوول ډاکټر عصمت‌الله معصومي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه درې روغتیايي مرکزونه د جاغوري ولسوالۍ په حیدر، د مقر ولسوالۍ په لرګي او د ګیرو ولسوالۍ په دیسي سیمو کې د پاملرنې موسسې په مالي ملاتړ جوړ او فعال شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دغو درېیو روغتیايي مرکزونو پرانیسته د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د UQ پروژې یوه برخه ده چې ټولیز لګښت یې شپږ لکه امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې مالي ملاتړ د پاملرنې موسسې له لوري برابر شوی چې تمویل یې پر غاړه لري او په غزني کې یې د پلي کېدو چارې د اې‌اې‌ډي‌اې موسسه ترسره کوي.

معصومي وویل، د یادو مرکزونو لپاره طبي او غیرطبي وسایل، درمل او نور اړین تجهیزات برابر شوي او په هر مرکز کې ۱۲ روغتیايي کارکوونکي، چې ښځې او نارینه دواړه پکې شامل دي، ګومارل شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې په هر مرکز کې یو څارونکی، یو ډاکټر، یوه قابله، د تغذیې برخې دوه کارکوونکي، یو رواني مشاور، دوه واکسیناتوران او د دوو روغتیايي پوستو لپاره څلور کارکوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.

د هغه په خبره، د اې‌اې‌ډي‌اې موسسه هڅه کوي چې په راتلونکي کې هم په هغو لرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه پرانیزي چې اوسېدونکي یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

بلخوا، د غزني د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عزت‌الله رحماني وویل، د عامې روغتیا وزارت پالیسي دا ده چې لرې پرتې او له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې سیمې په نښه او د اړتیا له مخې ورته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.

هغه زیاته کړه، د همدې پالیسۍ له مخې د جاغوري ولسوالۍ د حیدر، د مقر ولسوالۍ د لرګي او د ګیرو ولسوالۍ د دیسي سیمې مشخصې شوې وې او د اې‌اې‌ډي‌اې موسسې په همکارۍ په دغو سیمو کې درې روغتیايي مرکزونه فعال شول.

رحماني وویل، د دغو مرکزونو په فعالېدو سره به د یادو سیمو زرګونه اوسېدونکي لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، کله چې یوه سیمه د عامې روغتیا وزارت له لوري د سپینې سیمې (له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې سیمې) په توګه ثبت شي، هڅه کېږي چې هلته روغتیايي خدمتونه په دوامداره توګه وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي چې له نورو مرستندویو موسسو سره همغږي زیاته کړي، څو په نورو سپینو سیمو کې هم د روغتیايي مرکزونو جوړېدو او فعالېدو ته زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې، د سیمې قومي مشرانو د دغو مرکزونو د پرانیستې هرکلی وکړ، خو غوښتنه یې وکړه چې د دوی د سیمې د روغتیايي ستونزو د تلپاتې حل لپاره دې دایمي او مجهز روغتیايي مرکزونه جوړ شي.

د ګیرو ولسوالۍ د دیسي سیمې قومي مشر حاجي شاه ګل وویل، په سیمه کې شاوخوا پنځه زره کورنۍ ژوند کوي او اوسېدونکي یې له اوږدې مودې راهیسې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړه، پخوا به ناروغان د لومړنۍ درملنې لپاره غزني ښار یا د پکتیکا مرکز ښرنې ته لېږدول کېدل چې د لارې اوږد واټن، د وخت ضایع کېدل او لګښت یې د خلکو لپاره لویې ستونزې وې.

نوموړي وویل، د یوه قراردادي بنسټ له لوري د روغتیايي مرکز فعالول لنډمهاله اسانتیا ده او له حکومته غواړي چې د سیمې ګڼ نفوس ته په پام ورته یو دایمي او مجهز روغتیايي مرکز جوړ کړي.

د سیمې بل قومي مشر حاجي ګلاب هم وویل، د دیسي سیمې اوسېدونکي له کلونو راهیسې د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او نږدې روغتیايي مرکزونو او ښارونو ته د ناروغانو لېږد ډېر وخت او لګښت غواړي.

هغه زیاته کړه، په ځانګړي ډول د ولادي او بېړنیو ناروغانو د لېږد پر مهال به د لارې د اوږده واټن له امله د ناروغانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کېده.

نوموړي له اړوندو حکومتي ادارو وغوښتل چې د یادې سیمې د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره یوازې پر لنډمهالو پروژو بسنه ونه کړي، بلکې د دایمي روغتیايي خدمتونو برابرولو لپاره هم عملي ګامونه واخلي.

د یادونې ده، غزني ولایت شاوخوا ۲۰۰ لوی او واړه روغتیايي مرکزونه لري، خو د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو په وینا، لا هم په دغه ولایت کې ګڼې سیمې د روغتیايي خدمتونو له پوښښ بهر دي او شاوخوا ۲۰ نورو روغتیايي مرکزونو ته اړتیا ده.