منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۱ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د ټاپي پروژې شاوخوا ۹۵ سلنه نللیکه غځول شوې؛ ښايي چارې یې په یوه میاشت کې بشپړې شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹ کتنې

کابل (پژواک) – د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د ۱۵۰ کیلومتره نللیکې ۱۴۲.۹ کیلومتره برخه غځول شوې او ویلډېنګ شوې ده؛ یوازې شاوخوا اته کیلومتره برخه یې پاتې ده چې هڅه کېږي چارې یې د روان زېږدیز کال تر پایه بشپړې شي.

دغه وزارت ویلي چې د نللیکې د اړینو تجهیزاتو نصبولو او اړوندو تاسیساتو جوړولو چارو هم د پام وړ پرمختګ کړی او د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د ګازو د ترلاسه کولو او تنظیم دستګاه او د ګازو د اندازه کولو سټېشن جوړولو چارې شاوخوا ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د سرچینې په وینا، د غځول شوې نللیکې په شاوخوا ۷۰ کیلومتره برخه کې د هایدروټېسټ (د اوبو تر فشار لاندې د نللیکې د مقاومت او درزونو معلومولو ازموینه) چارې بشپړې شوې او د پاتې برخې د ازموینې چارې په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې د نللیکې په اوږدو کې د والونو نصبولو او تقاطع‌ګانو جوړولو چارې هم بشپړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت او د ټاپي نللیکې شرکت په ګډه هڅه کوي چې د یادې پروژې چارې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمې بشپړې کړي.

وزارت دغه راز ویلي چې په هرات ښار کې د ګازو د داخلي وېش او تنظیم شبکې جوړولو لپاره د فرعي نللیکو او اړوندو تاسیساتو سروې بشپړه شوې او هڅې روانې دي چې عملي چارې یې ژر پیل شي.