کابل (پژواک) – د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د شمالان کانال سربند چې تېر کال د سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، د څه باندې دوه میلیونه او ۵۵۴ زره افغانیو په لګښت ورغول او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن (شنبه) پر خپله اېکسپاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه پروژه د هلمند د سیندیزې فرعي حوزې ریاست په څارنه او تخنیکي همکارۍ پلې شوې چې په ترڅ کې یې د ۶۸۰ متر مکعب په اندازه سیمي جالونه له ډبرو ډک شوي او ۱۳۵ متر مکعب کانکرېټ اچول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د دغه سربند په رغولو او بېرته فعالېدو سره د شاوخوا ۵۲ زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره د اوبو برابرولو زمینه برابره شوې چې د شمالان کانال له لارې خړوبېږي.










