کابل (پژواک) – کابل ښاروالي وايي، د کابل ښار د دارالامان ښاري دهلېز د پراختیايي زونبندۍ پلان، چې له دهمزنګ څخه تر دارالامان ماڼۍ پورې سیمه رانغاړي، د سیمې د اوسني وضعیت او پراختیايي اړتیاوو له ارزونې وروسته په رسمي ډول تصویب شوی دی.
کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، دغه پلان د دې ادارې د ښاري پلانونو د طرحې او تطبیق ریاست له خوا د سروې، د اوسني وضعیت د تحلیل او د سیمې د پراختیايي اړتیاوو د ارزونې له بشپړېدو وروسته، د ښاري پلان جوړونې د اصولو او معیارونو له مخې چمتو شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه پلان د کابل ښاروالۍ د مشرتابه تر تایید وروسته، د ښار او کور جوړولو وزارت د ځانګړي کمېسیون له خوا هم په رسمي ډول منظور شوی دی.
د دغه پلان له مخې، د ټولې ځمکې ۶۰ سلنه برخه د ودانیو جوړولو ته ځانګړې شوې او د ودانیو لوړوالی به د ماسټرپلان له مخې تنظیمېږي.
همدارنګه، په دغه پلان کې د سیمې د فرعي سړکونو پراختیا هم په پام کې نیول شوې او دغه سړکونه به د معیاري سور او تنظيمي کرښو په رعایتولو سره پراخ شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، له دې وروسته به د دغه ښاري دهلېز په محدوده کې د ودانیو جوړولو د جواز ټولې غوښتنې او اړوندې اداري چارې د تصویب شوي پلان له مخې ارزول او عملي کېږي او په پلان کې درج شوي قوانین او مقررات به تطبیقېږي.
د دې ادارې په وینا، د دغه پلان تطبیق به د سیمې د اقتصادي ارزښت لوړولو، د متوازن ښاري پرمختګ او د ځمکې د اغېزناکې کارونې زمینه برابره کړي.










