ګردېز (پژواک) – د لوړو زدهکړو وزارت وایي چې پکتیا پوهنتون کې د زیربناوو د پراختیا او د تحصیلي چاپېریال د ښهوالي په موخه د ۸۶ میلیونه او ۷۹۰ زره افغانیو په لګښت د نهو پراختیایي پروژو چارې روانې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کې د یوه نوي جومات جوړول، د موجود جومات ترمیم او پراخول، د محصلینو لپاره د دوو لیلیو د ودانیو او د تصفیې څاه جوړول، د استادانو د لیلیې او د پوهنتون د ریاست د ودانۍ بیارغونه، د څېړنیز فارم او بڼ جوړول او د تدریسي روغتون د لابراتوار او غاښونو څانګې لپاره د تجهیزاتو برابرول شامل دي.
سرچینه زیاتوي، د نوي جومات د جوړولو لګښت ۲۰ میلیونه افغانۍ او د موجود جومات د ترمیم او پراخولو لګښت ۱۲ میلیونه او ۷۹۰ زره افغانۍ دی.
د معلوماتو له مخې، د محصلینو لپاره د دوو لیلیو د ودانیو د جوړولو چارې هم روانې دي چې د هرې ودانۍ لګښت ۲۰ میلیونه افغانۍ دی او د دواړو ودانیو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي.
همدارنګه د تصفیې څاه د جوړولو لپاره شپږ میلیونه افغانۍ، د استادانو د لیلیې او د پوهنتون د ریاست د ودانۍ د ترمیم لپاره پنځه میلیونه افغانۍ او د درې جریبه ځمکې په مساحت د څېړنیز فارم او بڼ جوړولو لپاره یو نیم میلیون افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د لوړو زدهکړو وزارت په وینا، د تدریسي روغتون د لابراتوار او د غاښونو د درملنې څانګې لپاره د اړینو تجهیزاتو د برابرولو چارې هم د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت روانې دي.
د پکتیا پوهنتون رئیس صفتالله حقاني ویلي، د دغو پروژو بشپړېدل به د پوهنتون د زیربناوو، علمي او تدریسي فعالیتونو او د محصلینو او استادانو د اسانتیاوو په ښهوالي کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې د پوهنتون د پرمختګ او تحصیلي خدمتونو د ښهوالي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.










