منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۲ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

میدان وردګو کې د ۲۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو څلور شبکې جوړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل

میدان‌ښار (پژواک)- د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ۲۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې د مسوولینو په وینا، نږدې څلور زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا علي محمد رحماني د یادو شبکو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دغه پروژې د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق (AHF) په څه باندې ۲۲.۳ میلیونه افغانیو مالي ملاتړ د “انکشاف ملي شهر و دهات افغانستان” (ANURDO) موسسې له لوري پلې شوې دي.

د انکشاف ملي شهر و دهات افغانستان موسسې مسوول انجنیر شفیق الله وردګ وویل، دغه شبکې د چک ولسوالۍ د اله‌سنګ درې په کرکت، خواجه انګور، ګلاب‌خېلو او غونډۍ کلیو کې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د دوی یو شمېر نورې پروژې هم د میدان وردګو په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر کار لاندې دي.

د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه د یادو شبکو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په هېواد کې د خلکو لپاره هر ډول ترسره کېدونکی کار ارزښت لري او حکومت هڅه کوي د خپلو امکاناتو په کچه د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه وویل، له موسسو سره یې ژمنه کړې چې د پروژو د پلي کولو لپاره به ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې، د سیمې قومي مشرانو نصرالله او نیک‌محمد د یادو شبکو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، پخوا په یادو سیمو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې وې.

هغوی غوښتنه وکړه چې په پاتې سیمو کې هم د دې ستونزې حل ته پاملرنه وشي، څو اوسېدونکي یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

 د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د یاد ریاست او یو شمېر موسسو له لوري شاوخوا ۲۲ نورې پروژې هم تر کار لاندې دي.