منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۰ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

نړیوال بنسټونه: راتلونکې مرستې به د افغانستان د چاپېریال ساتنې له لومړیتوبونو سره همغږې کړو

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې خپل لومړیتوبونه له تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو سره شریک کړي او د دغو بنسټونو استازو ژمنه کړې چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به له یادو لومړیتوبونو سره همغږې کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اتمه غونډه ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې خپل لومړیتوبونه له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره شریک کړل چې په هغو کې د اقلیمي بدلونونو د معلوماتي سیستم فعالول او پراختیا، د شین‌کوریزو ګازونو او هایدروکاربونونو د موجودیت او خپرېدو په اړه د معلوماتو راټولول، ثبتول او نوي کول، د اقلیمي زیانونو ارزونه، د چاپېریال ساتنې د څېړنیزو فارمونو جوړول، نیالګي کېنول، د شنو سیمو پراخول او د اوزون طبقې د تخریبوونکو موادو د راپور ورکولو سیستم پیاوړتیا او څارنه شامل دي.

د سرچینې په وینا، د دغو لومړیتوبونو د شریکولو موخه دا وه چې د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ د امکان تر بریده د یادې ادارې له لومړیتوبونو سره سمې او همغږې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د ریاست‌الوزراء له اقتصادي معاونیت او چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لوري د لومړیتوبونو شریکولو برنامه وستایله.

 سرچینې زیاته کړې چې یادو استازو په دې برخه کې همکاري او همغږي اړینه وبلله او ژمنه یې وکړه چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د دغو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.