منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۲ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ترکیه کې ۳۵ افغانان نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په بالیکسیر ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ افغانان چې غوښتل یې د سمندر له لارې یونان ته ولاړ شي، نیولي دي.

د ترکیې ینې‌شفق رسنۍ راپور ورکړی چې دغه عملیات د بالیکسیر ولایت د امنیت ریاست د کډوالو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې او سرحدي چارو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو عملیاتو کې د ۳۵ افغان وګړو ترڅنګ د کډوالو د قاچاق په تور څلور شکمن کسان هم نیول شوي دي.

د ترکیې پولیسو د دغو عملیاتو پر مهال ۱۲ د ژغورنې واسکټونه او ۱۲ د ژغورنې کړۍ هم ضبط کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د کډوالو د قاچاق په تور له نیول شوو څلورو کسانو درې یې د پولیسو د څېړنو له بشپړېدو او محکمې ته تر معرفي کېدو وروسته د قاضي په حکم زندان ته لېږدول شوي او څلورم کس د قضايي څارنې د تدابیرو په شرط خوشی شوی دی.

یادې رسنۍ زیاته کړې چې نیول شوي افغان وګړي د ناقانونه کډوالو د منلو او لېږد مرکز ته سپارل شوي دي.

په راپور کې د نیول شوو افغانانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.