منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغان جودوکار خپل کمبودیايي سیال ته ماته ورکړه او د برونز مډال یې واخیست

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) ـ د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) سیالیو په لړ کې افغان جودوکار عبدالبشیر قدیري خپل کمبوډیايي سیال ته ماته ورکړه او د برونز مډال یې وګاټه.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان جودوکارعبدالبشیر قدیري د شانګهای همکاریو سازمان په نړۍوالو سیالیو کې د ۶۶ کیلوګرام وزن کټګورۍ کې خپل کمبوډیايي سیال ته ماته ورکړه.

سرچینې زیاته کړې چې قدیري د خپل سیال په ماتولو سره په دغو سیالیو کې د برونزو مډال واخیست.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د ۲۲ هېوادونو ورزشي مسوولینو او په بېلابېلو ورزشي څانګو کې شاوخوا دوه زره ورزشکارانو ګډون کړی دی.

سرچینې لیکلي چې له افغانستانه هم د ورزش ادارې د رهبرۍ په مشرۍ د جودو ملي فدراسیون درېیو ورزشکارانو ګډون کړی دی.