منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۶ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د اسیا جام له پایلوبې پاتې شوه

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د افغانستان د کرېکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې د هند لوبډلې پر وړاندې د اتو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شوه.

په دې سیالۍ کې چې نن ترسره شوه، د افغانستان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۷ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې هند ته د ۲۲۸ منډو هدف وټاکه، خو د هند لوبډلې دغه هدف په ۳۷م اور کې یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د دې بریا په ترلاسه کولو سره د هند له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله د اسیا جام پایلوبې ته ووته، خو د افغانستان لوبډله له دغو سیالیو بهر شوه.