کابل (پژواک) ـ افغان ابدالیان کرکټ لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه د هانګکانګ له ملي لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د هانګکانګ له ملي لوبډلې سره درېیمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
د افغان ابدالیانو او د هانګکانګ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه د افغانستان په وخت له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره کېږي.
افغان ابدالیان لوبډله په دغو سیالیو کې د سریلانکا له الف، د بنګلهدېش له الف او د هانګکانګ له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
دغهراز، افغان ابدالیان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته بایللې او دویمه لوبه کې يې هم د بنګلهدېش له الف لوبډلې ماتې خوړلې ده.











