منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د ای‌ټي‌اېف تکواندو افغان لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې اووه بېلابېل مډالونه اخیستي

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) ـ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د ای‌ټي‌اېف تکواندو افغان لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې دوه د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او یو د برونز مډالونه اخیستي دي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سوېلي اسیا د ۲۰۲۶ کال د ای‌ټي‌اېف تکواندو اتم پړاو سیالیو کې افغان ورزشکارانو دوه د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او یو د برونز مډالونه ترلاسه کړل.

سرچینې زیاته کړې چې یادې سیالۍ په انفرادي، ګروپي او د فورم برخو کې ترسره شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه درېیو ورزشکارانو او یو پلاوي ګډون کړی و.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د نیپال په کوربه‌توب د پنځو هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه په کټمنډو ښار کې پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې.