کابل (پژواک)- د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه او وروستۍ ټېسټلوبه نن په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډله نن د زمبابوې پر وړاندې د دویمې او وروستۍ ټېسټلوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه به د افغانستان په وخت سهار ١٠:٣٠ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي پیل شي.
د یادونې ده، د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټلوبه مساوي شوې وه.











