منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۳ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله نن له اندونیزیا سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال جام سیالیو د غوراوي پړاو په لړ کې نن له اندونیزیا سره لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دا لوبه نن د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته یوه بجه د میانمار په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې میانمار او کمبودیا ته ماتې ورکړې ده.

دغه راز د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د «الف» ګروپ له اندونیزیا، میانمار، فېلیپین او کمبودیا سره یوځای ده.

د یادونې ده، دغه سیالۍ د لړم له ۱۷مې تر ۲۹مې د میانمار په یانګون ښار کې ترسره کېږي.