کابل (پژواک)_ د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د دې لوبې پچه د سریلانکا له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغانستان پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره چې په ٥٠م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٧٥ منډې وکړې.
د افغان لوبډلې له لوري په توپوهنه کې سبحانالله ۱۰۷، عابدالله ۵۵، فیصل مبارز ۳۳ او طاهر سروري ۳۲ منډې وکړې.
د سریلانکا لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړ او په ٣٥م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٦٩ منډې وکړې او د ١٠٦ منډو په توپیر یې له افغانستان څخه ماتې وخوړه
په ياده لوبه کې د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نور علي نیازي څلور، امیر حمزه، سهیل خان او محمد علي د سریلانکا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دغه راز د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له بنګلهدېش څخه ګټلې او په دویمه لوبه کې یې مالیزیا ته ماتې ورکړې وه.
د یادونې وړ ده چې د ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو د اسیا جام سیالۍ په عمان کې روانې دي.










