کابل (پژواک) ـ افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د هانګکانګ ملي لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
د افغان ابدالیانو او د هانګکانګ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه.
د دې لوبې پچه افغان ابدالیان لوبډلې وګټله او لومړی یې د هانګکانګ ملي لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په یاده لوبه د هانګکانګ ملي لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ۲۲م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۶ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپاچونې کې اللهمحمد غضنفر څلور، نصیرخان معروفخېل درې، نوید ځدراڼ او بشیراحمد د هانګکانګ یو یو لوبغاړي وسوځول.
افغان ابدالیان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۰.۱ اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د هانګکانګ ملي لوبډلې ته یې د ۷ وېکټو په توپیر ماته ورکړه.
دغهراز، افغان ابدالیان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته بایللې او دویمه لوبه کې يې هم د بنګلهدېش له الف لوبډلې ماتې خوړلې وه او په دې سره په دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېده.











