کابل (پژواک) ـ د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه د بنګلهدېش له الف لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډله د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د بنګلهدېش له الف لوبډلې سره دویمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
د افغان ابدالیانو او د سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د قطر په پلازمېنې دوحه کې ترسره کېږي.
د افغان ابدالیانو لوبډله په دغو سیالیو کې له سریلانکا الف، بنګلهدېش الف او هانګ کانګ ملي لوبډلې سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
دغهراز، افغان ابدالیان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته بایللې ده.











