کابل (پژواک) ـ د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې نن له لبنان سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې نن له لبنان سره لوبه کوي.
دا لوبه د افغانستان پر وخت له غرمې مخکې یوولسنیمې بجې د ټایلنډ په کوربهتوب ترسره کېږي.
دغهراز، افغانستان په دغو سیالیو کې د ایران، لبنان او ویتنام له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د یادونې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه ایران ته بایللې ده.











