کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ۱۷ کلونو کمعمره فوټبال جام سیالیو د غوراوي پړاو په لړ کې له اندونیزیا څخه ماتې وخوړه.
دا لوبه نن ماسپښین په میانمار کې ترسره شوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دې لوبه کې اندونیزیا څلور په صفر افغانستان ته ماتې ورکړه.
افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې میانمار او کمبودیا ته ماتې ورکړې وه.
دغه راز د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د «الف» ګروپ له اندونیزیا، میانمار، فېلیپین او کمبودیا سره یوځای ده.
د یادونې ده، دغه سیالۍ د لړم له ۱۷مې تر ۲۹مې د میانمار په یانګون ښار کې ترسره کېږي.











