منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۷ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له سریلانکا سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سریلانکا سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سریلانکا سره ترسره کوي.

د افغان لوبډلې او سریلانکا ترمنځ لوبه به د افغانستان په وخت سهار ۹:۳۰ بجې په عمان کې ترسره شي.

دغه‌راز، د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماته ورکړې او دویمه لوبه یې له مالیزیا څخه ګټلې ده.

د یادونې ده، له ١٩ کلنو کم‌عمره لوبډلو اسیا جام سیالۍ په عمان کې روانې دي.