کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ۱۷ کلونو کمعمره فوټبال جام سیالیو د غوراوي پړاو په لړ کې نن (چهارشنبه) له کمبودیا سره مخ کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې دا لوبه نن د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته یوه بجه د میانمار په کوربهتوب ترسره کېږي.
افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له میانمار څخه څلور – یو ګټلې وه.
د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د «الف» ګروپ له اندونیزیا، میانمار، فېلیپین او کمبودیا سره یوځای ده.
دغه سیالۍ د روان کال د لړم له ۱۷مې تر ۲۹مې د میانمار په یانګون ښار کې ترسره کېږي.










