منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۵ غ.م
۱۴°صاف · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

د سنوکر نړۍوال جام؛ افغان لوبغاړی رییس‌خان سن‌زی نن له پاکستاني سیال سره نیمه‌پایلوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) ـ د سنوکر افغان لوبغاړي رییس‌خان سن‌زي د سنوکر نړۍوال جام سیالیو کې د قطر او متحده عربي اماراتو سیالانو ته په ماتې ورکولو نیمه‌پایلوبې ته ووت او نن له پاکستاني سیال سره نیمه‌پایلوبه ترسره کوي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د سنوکر افغان لوبغاړي رییس‌خان سن‌زي د سنوکر نړۍوال جام سیالیو د ۱۶غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي برخه کې په پرله‌پسې توګه د قطر او متحده عربي اماراتو سیالانو ته ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

ورته مهال د افغانستان د سنوکر او بلیارد ملي فدراسیون پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې رییس‌خان سن‌زی به نن د سنوکر نړۍوال جام سیالیو کې له پاکستاني سیال محمداصف سره نیمه‌پایلوبه ترسره کړي.

دغه لوبه به د افغانستان پر وخت له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجې په عمان کې ترسره شي.

دغه سیالۍ په دوو انفرادي او ګروپي برخو کې ترسره کېږي چې له افغانستانه پکې درېیو لوبغاړو برخه اخیستې ده.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د عمان په کوربه‌توب په مسقط ښار کې د ۱۶ هېوادونو لوبغاړو په ګډون د نومبر په ۲۳مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.