منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۹ غ.و
۱۸°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د سوک‌وهنې درې افغان لوبغاړي ترکیې ته ولاړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) ـ د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډلې درې لوبغاړي د «ترکیې جمهوري ریاست» جام په نوم سیالیو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ولاړل.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد د سوک‌وهنې پنځه‌کسيزه لوبډله د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون په موخه نن استانبول ته ولاړه.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لوبډله کې د سوک‌وهنې درې لوبغاړي، روزونکی او د لوبډلې رییس شامل دي.

سرچینې ویلي چې په دغو سیالیو کې د ۱۲۰ هېوادونو ورزشکاران ګډون لري.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ سبا په ترکیه کې پیلېږي او د راتلونکې ډسمبر میاشتې تر پنځمې به دوام ولري.