کابل (پژواک) ـ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې په کابل کې د نهو ولایتونو د ۱۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري په کابل کې د نهو ولایتونو د ۱۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.
سرچینې زیاته کړه چې دغه سیالۍ به یوه اونۍ دوام وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د کابل د بېلابېلو زونونو له کلبونو او د لغمان، ننګرهار، غزني، میدانوردګو، لوګر، پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو ۱۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې دغه ورزشکاران به د نوو ځوانانو او ځوانانو په دوو سني او لسو بېلابېلو وزني کټګوریو کې له یو بل سره سیالي وکړي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایله کې به د نوو ځوانانو او د ځوانانو د پهلوانۍ ملي لوبډلو لپاره ۴۰ -۴۰ کسان غوره شي.











