کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټسال له ۱۸ کلنو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د ډاکار د ځوانانو المپیک نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن له پرتګال سره نیمهپایلوبه ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه به نن د افغانستان په وخت د ماسپښین ۳:۳۰ بجې د سینیګال په کوربهتوب ترسره شي.
د افغانستان د فوټسال لوبډله په دغو سیالیو کې له پاناما، ارجنټاین او سینیګال لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.
د یادونې ده، د فوټسال له ۱۸ کلنو کمعمره ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې له دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې د پاناما لوبډلې ته ماتې ورکړې خو دویمه لوبه یې ارجنټاین ته بایللې ده.
دغهراز، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې سینیګال ته ماتې ورکړې ده.











