کابل (پژواک) ـ د افغانستان د فوټبال فدراسیون له روسیې او قرغیزستان سره د دوستانه لوبو لپاره د فوټسال ملي لوبډلې ۲۳کسیز نوملړ اعلان کړی دی.
د افغانستان فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې ته د روسیې او قرغیزستان پر وړاندې د دوستانه سیالیو لپاره ۲۳ لوبغاړي رابلل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې په دغو لوبغاړو کې محمد جواد صفري، احمد اسماعیلي، ابوالفضل حقاني، محمد اقبال نظري، رضا حسینپور، نعمت امیري، محمد مرادي، مهران غلامي، حمیدرضا حسيني، عباس حیدري، سید مرتضی حسيني، حسین محمدي، فرزاد محمودي، اکبر کاظمي، سید حسین موسوي، امید قنبري، میثم حسني، سید مجتبی حسيني، محمدرضا کریمي، محمد طاها محمدي، سید امیرحسین حسيني، علي احمدي او امیرحمزه قاسمي شامل دي.
سرچینې ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لیندۍ له ۱۵ مې تر ۱۹مې په روسیه کې حضور ولري او له دغه هېواد سره به دوستانه سیالۍ ترسره کړي.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، همدارنګه له بلل شوو ۲۳ لوبغاړو څخه به ۱۵ لوبغاړي د لېندۍ له ۱۹مې تر ۲۳مې قرغیزستان ته ولاړ شي او هلته به د دغه هېواد د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوستانه سیالۍ ترسره کړي.










