کابل (پژواک) ـ د سنوکر افغان لوبغاړي رییسخان سنزي د سنوکر نړۍوال جام سیالیو په نیمهپایلوبه کې له پاکستاني سیال څخه ماتې وخوړه او په دغو سیالیو کې یې د برونزو مډال وګاټه.
دغه لوبه نن له غرمې مخکې په عمان کې ترسره شوه.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویلي چې په دې لوبه کې رییسخان سنزي د خپل پاکستاني سیال پر وړاندې څلور پر یو میدانونو په توپیر ماتې وخوړه.
دغه سیالۍ په دوو انفرادي او ګروپي برخو کې ترسره کېږي چې له افغانستانه پکې درېیو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د عمان په کوربهتوب په مسقط ښار کې د ۱۶ هېوادونو لوبغاړو په ګډون د نومبر په ۲۳مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.










