منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۹ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

اسیا جام سیالۍ؛ د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره افغان ملي لوبډلې مالیزیا ته ماته ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه کې مالیزیا ته د لسو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

د دې لوبې پچه د افغانستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دې لوبه کې د مالیزیا لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ۲۳م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۲ منډې وکړې.

د افغان لوبډلې په ګټه نورعلي نیازي شپږ، امیر حمزه دوه او بلال د مالیزیا یو لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په درېیو اورونو کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته پوره کړ او مالیزیا ته یې د لسو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

دغه‌راز، د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماته ورکړې وه.

د یادونې ده، له ١٩ کلنو ذ کم‌عمره لوبډلو اسیا جام سیالۍ په عمان کې روانې دي.