منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله نن له مالیزیا سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل

 کابل (پژواک)_ د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له مالیزیا سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له مالیزیا سره ترسره کوي.

د افغان لوبډلې او مالیزیا ترمنځ لوبه به د افغانستان په وخت د سهار ۹:۳۰ بجې په عمان کې ترسره شي.

 دغه راز د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې ده.

د یادونې ده، د ١٩ کلنو کم عمره لوبډلو اسیا جام سیالۍ په عمان کې روانې دي.