منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۲ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن شپه له سینیګال سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د ډاکار د ځوانانو المپیک نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن شپه خپله درېیمه لوبه له سینیګال سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه به نن شپه د افغانستان پر وخت لس بجې د سینیګال په کوربه‌توب ترسره شي.

دا د ۲۰۲۶ کال د داکار د ځوانانو د المپیک نړۍوالو سیالیو په لړ کې د هېواد د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې درېیمه لوبه ده.

د افغانستان د فوټسال لوبډله په دغو سیالیو کې له پاناما، ارجنټاین او سینیګال لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.

د یادونې ده، د فوټسال له ۱۸ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د پاناما لوبډلې ته ماتې ورکړې او دویمه لوبه یې ارجنټاین ته بایللې ده.