منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل د هرات رییس ته منسوبه خپره شوې ویډیو بې‌اساسه بللې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک) – د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، یو خپور شوی ویډیوي کلېپ چې د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس ته منسوبېږي او د پاکستان پوځي رژیم په ملاتړ یې خبرې کړې، کاملاً بې‌اساسه دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه ويډيويي کلېپ چې ادعا کیږي ګویا د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس د پاکستان پوځي رژیم په ملاتړ خبري کوي، کاملا بې‌اساسه دی.

سرچینې لیکلي چې  د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هماغه نوم کوم رییس نه لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزامحمد ابومنصور دی او د نوموړي ویډیو یې هم خپره کړې ده.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چار رییس ته منسوبه یوه ویډیو لاس په لاس کېږي.