منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

امر بالمعروف وزارت په ودونو او نورو مراسمو کې د پټاکیو په کارولو مطلق بندیز ولګاوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰ کتنې

کابل (پژواک) ـ د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي چې له دې وروسته د خوښیو او نورو ورته مراسمو کې د پټاکیو او هر ډول هغو توکو کارول چې د خلکو د وېرې، ځورونې او رواني ناارامۍ لامل کېږي، په مطلق ډول منعه دي.

یاد وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ټولو هېوادوالو،، هټۍ‌والو، د پټاقیو واردوونکو، تولیدوونکو، پلورونکو او هغو اشخاصو ته چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د پټاکیو او ورته توکو په تولید، واردولو، پلورلو، پېرلو، وېشلو او کارولو کې ښکېل دي، خبر ورکوي چې له دې وروسته په ودونو او د خوښیو په نورو مراسمو او غونډو کې د پټاقیو او هر ډول هغو توکو کارول چې د خلکو د اذیت، وېرې، ځورونې او رواني ناارامۍ لامل کېږي، په مطلق ډول منعه دي.

سرچینې زیاته کړې، د خلکو ارامي، هوساینه، رواني امنیت او د هغوی حقونو ته درناوی د یوه سالم او منظم ټولنیز ژوند مهمې برخې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، له همدی امله د خوښیو مراسم باید د اسلامي لارښوونو او سپېڅلي شريعت له اصولو سره سم ترسره شي، نه دا چې د ځوروونکو کړنو له امله د ماشومانو، ښځو، سپین‌ږیرو، ناروغانو او نورو هېوادوالو د وېرې او ناارامۍ لامل وګرځي.

یاد وزارت لیکلي، له همدې امله، له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې د دغه بندیز په رعایتولو کې له وزارت سره همکاري وکړي او د ودونو او خوښیو مراسمو کې د پټاکیو او نورو هغو توکو له کارولو چې د خلکو ارامي او رواني امنیت ګواښي په کلکه ډډه وکړي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له ټولو هېوادوالو، هټۍ‌والو، واردوونکو، تولیدوونکو او پلورونکو په کلکه غواړي چې خپل مسوولیتونه په پام کې ونیسي او د یادو توکو له تولید، واردولو، پلورلو او وېشلو ډډه وکړي.

وزارت ډاډ ورکړی چې د خلکو د ارامۍ، هوساینې، رواني امنیت او د هغوی د مشروع حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او د دې موخې د تحقق لپاره به د خپلو شرعي او قانوني مسوولیتونو په چوکاټ کې لازم اقدامات ترسره کړي.

سرچینې زیاته کړې چې که چېرې له دې وروسته څوک له یاد بندیزه سرغړونه وکړي او د پټاکیو یا نورو توکو په کارولو سره د خلکو د ځورونې، وېرې او رواني ناارامۍ لامل شي، د نافذه شرعي قوانینو او مقرراتو له مخې به له شرعي او قانوني چلند سره مخ شي.