کابل (پژواک) ـ په ترکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو د یو دېرشم کنفرانس له پیلېدو سره هممهاله، په افغانستان کې بزګران او د طبیعي پېښو زیانمن له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د وچکالۍ، سېلابونو او اقلیمي بدلونونو له نورو پایلو سره د مبارزې لپاره له دغه هېواد سره خپلې مالي او تخنیکي مرستې زیاتې کړي.
د کاپ ۳۱ کنفرانس
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو کنوانسیون د غړو هېوادونو یو دېرشم کنفرانس (COP31) نن (د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۹مه) د ترکیې په انټالیا ښار کې پیل شوی او د نومبر تر ۲۰مې به دوام وکړي.
په دغه کنفرانس کې چې د ۱۹۶ هېوادونو استازي، دولتي چارواکي، وزیران، د چاپېریالساتنې متخصصین او د نړۍوالو سازمانونو استازي ګډون لري، د اقلیمي بدلونونو د مبارزې لپاره د مالي سرچینو برابرول، د شینکوریزو ګازونو خپرېدو کمول، د نوي کېدونکې انرژۍ کارول، له وچکالۍ او سېلابونو سره مبارزه، د اوبو د سرچینو مدیریت، د خوړو خوندیتوب، د چاپېریال ساتنه او له اقلیم سره د سازګارو ټکنالوجیو لېږد په اړه بحثونه کېږي.
له اقلیمي بدلونونو سره د مخامخ کېدو پر وړاندې له مخ پر ودې او زیانمنونکو هېوادونو سره مالي او تخنیکي ملاتړ د دغه کنفرانس له مهمو موضوعاتو څخه دي. تمه ده چې په دې غونډه کې د مالي مرستو د زیاتوالي، د نړۍوالې همکارۍ د پیاوړتیا، له اقلیمي بدلونونو سره د سازګارو پروګرامونو پلي کېدو او د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو کمولو په اړه پرېکړې وشي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د هسپانیا په سلامانکا پوهنتون کې ویلي چې د اقلیم بحران دوهګونې بېعدالتي رامنځته کړې ده؛ ځکه هغه هېوادونه چې د دغه بحران په رامنځته کولو کې یې تر ټولو لږ رول درلود، تر ټولو ډېر زیان ورڅخه ویني او راتلونکي نسلونه به هم د هغو شینکوریزو ګازونو بیه پرې کوي چې نن خپرېږي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ د شینکوریزو ګازونو په خپرېدو کې له ۰،۱ سلنې هم کمه ونډه لري، خو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو څخه دی.
ګوټرېش له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د بېړنیو او جدي اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
افغان بزګران د اقلیمي ملاتړ غوښتنه کوي
د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ بزګر محمدعیسی وايي، سېلابونه هر کال د بزګرانو کرنیزې ځمکې او حاصلات له منځه وړي، په داسې حال کې چې کرنه د دې ولسوالۍ د ډېرو اوسېدونکو د عاید یوازېنۍ سرچینه ده.
هغه زیاته کړه چې ۲۰ جریبه ځمکه لري، خو سېلابونه یې له کرلو وروسته حاصلات له منځه وړي او سږ کال یې د اقتصادي ستونزو له امله پرېکړه کړې چې خپله ځمکه ونه کري.
نوموړي د کاپ له کنفرانس او نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان بزګرانو وضعیت ته پاملرنه وکړي، د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي لپاره بندونه او سربندونه جوړ کړي او له زیانمنو شویو بزګرانو سره مالي مرستې وکړي.
د کونړ ولایت د تېر کال د زلزلې یو زیانمن شوی رفیعالله چې اوس د جلالاباد ښار د دوسرکې سیمه کې ژوند کوي، وايي، په دې پېښه کې یې د کورنۍ یو غړی له لاسه ورکړی او کور یې هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
هغه وايي، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د اقلیمي بدلونونو له پایلو زیانمن شوي، خو نړۍواله ټولنه یې ستونزو ته کافي پاملرنه نه کوي. نوموړي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د کاپ په کنفرانس کې د نورو هېوادونو په څېر له افغانستان سره هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.
د کندهار بزګر امانالله وايي، په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د انارو حاصلات کم شوي او په بېلابېلو سیمو کې بزګران د اوبو له کمښت سره مخ دي. د هغه په خبره، یو شمېر بزګرانو د وچکالۍ د دوام له امله کرنه پرېیښې او کندهار ښار ته کډه شوي دي.
هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانانو سره دوهګونی چلند ونه کړي؛ ځکه دغه هېواد هم د دې پدیدې له پایلو سخت زیانمن شوی دی.
د ۵۸ کلن بزګر محمدعارف فیروزي په وینا، چې د کرنې په برخه کې کلونه تجربه لري، په وروستیو کلونو کې وچکالۍ د بزګرانو کار او ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
هغه وویل: «زه په داسې سیمه کې ژوند کوم چې شاوخوا ۸۰ سلنه ځمکه یې للمي ده. د خړوبولو اوبه هم لرو، خو کمې دي. په تېرو کلونو کې مو ښه حاصلات لرل، خو په تېرو څو کلونو کې له وچکالۍ او کرنیزو افتونو سره مخ شوي یو.»
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ بزګر رسول میرزایي وايي، اقلیمي بدلونونو بزګرانو ته درانه زیانونه اړولي دي. د هغه په خبره، وچکالۍ او له وخته مخکې سېلابونو څو ځله د بزګرانو د یوه کال حاصلات له منځه وړي او هغوی ته یې لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي.
نوموړي د کاپ له کنفرانس وغوښتل چې د صنعتي او شتمنو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان بېوزلو ولایتونو او خلکو ته هم پاملرنه وکړي او ویې ویل چې په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د بزګرانو عاید اغېزمن شوی دی.
د شبرغان ښار د التي کلي اوسېدونکې ګلالۍ پژواک ته وویل، مېړه یې بزګر او مالدار دی او د کورنۍ د ژوند لګښتونه له همدې لارې برابروي.
هغې زیاته کړه: «پرلهپسې وچکالیو زموږ پر کار او ژوند ډېر اغېز کړی دی. اوبه نشته او په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سطحه له ۱۰ تر ۱۵ مترو پورې ټیټه شوې ده. په ډېرې سختۍ خپلې کرنیزې ځمکې خړوبوو. زموږ حاصلات د پخوا په څېر نه دي او د څړځایونو د واښو د نشتوالي له امله مو ډېری څاروي مړه شوي دي.»
ګلالۍ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي، څو اړمنې کورنۍ د هېواد پرېښودو او کډوالۍ ته اړې نه شي.
په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو اغېزې
په وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلونونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو پر ژوند پراخې اغېزې کړې دي؛ د هېواد په شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې له پرلهپسې وچکالیو او د اوبو د سرچینو له کمښت څخه نیولې، د هېواد په ختیځو او سویلي سیمو کې تر ویجاړوونکو سېلابونو پورې. دې وضعیت د کرنیزو حاصلاتو د کمېدو، د څارویو د تلف کېدو، د کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو، د څښاک او خړوبولو اوبو د کمښت او د کورنیو د بېځایه کېدو لامل شوی دی.
د نیمروز، کندهار او دایکنډي په څېر ولایتونو کې بزګران د حاصلاتو له کمښت او د اوبو له نشتوالي شکایت لري او د کونړ او ننګرهار په څېر سیمو اوسېدونکي هم د سېلابونو او نورو ویجاړوونکو طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي. افغانستان په داسې حال کې چې د نړۍ د شنو خونو ګازونو په خپرېدو کې لږه ونډه لري، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیانمنونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.










