منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ګوترېش: نړۍ باید د فوسیلي سون‌توکو کارولو ته د پای ټکی کېږدي

· ۳ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اقلیمي بدلون په اړه د کاپ ۳۱ نړیوالې غونډې ته ویلي چې نړۍ باید د فوسیلي سون‌توکو، لکه تېلو، طبیعي ګازو او ډبرو سکرو پر کارولو خپله تکیه پای ته ورسوي او له پاکو انرژیو څخه ګټه اخیستنه زیاته کړي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ګوترېش دغه څرګندونې نن (چهارشنبه) د ترکیې په انتالیا ښار کې د کاپ په ۳۱ غونډه کې د نړۍ مشرانو ته کړې دي.

هغه ویلي: «تریخ حقیقت دا دی چې اقلیمي بحران زموږ تر هڅو ډېر چټک روان دی.»

ګوترېش ټینګار کړی چې فوسیلي سون‌توکي باید د “ډایناسورانو” په څېر له منځه ولاړ شي، خو دا کار به په خپله ترسره نه شي.

ډایناسوران هغه ستر لرغوني ژوي وو چې میلیونونه کاله مخکې یې پر ځمکه ژوند کاوه او وروسته له منځه ولاړل.

ګوتریش زیاته کړې: «ډایناسورانو د خپلو ګټو د دفاع لپاره د فشار ډلې نه لرلې، خو فوسیلي سون‌توکي یې لري.»

هغه د تېلو او ګازو پر شرکتونو او د هغوی پر ملاتړو ډلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه ډلې د اقلیمي بدلون د مخنیوي هڅې له خنډونو سره مخ کوي.

ګوترېش ویلي چې د دغو ډلو تګلاره د علمي حقایقو تحریفول، د پالیسیو او عملي اقداماتو ځنډول او د حساب ورکولو مخنیوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له حکومتونو غوښتي چې د تېلو پر شرکتونو د غیرمعمولي ګټو مالیه ولګوي او پر فوسیلي سون‌توکو د تکیې کمولو لپاره اقدامات چټک کړي.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، د کاپ ۳۱ دوه اوونیزه غونډه د روانې نومبر میاشتې په نهمه په ترکیه کې پیل شوې او ټاکل شوې د نومبر تر شلمې دوام وکړي.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې سږ کال د اروپا په بېلابېلو سیمو کې د سختې ګرمۍ څپې او ځنګلي اورونه او په نیپال کې مرګوني سېلابونه رامنځته شوي دي.

د راپور له مخې، د نړۍ هېوادونو په ۲۰۲۳ کال کې د لومړي ځل لپاره هوکړه کړې وه چې په تدریجي ډول له فوسیلي سون‌توکو څخه نورو انرژیو ته مخه کړي، خو تر اوسه د دغې موخې د عملي کولو په برخه کې پرمختګ محدود دی.

فرانس پرېس لیکلي چې د سږ کال په غونډه کې د لویو هوکړو تمه کمه ده؛ ځکه د تېلو د بیو لوړېدو او نړیوالو سیاسي کړکېچونو د اقلیمي بدلون پر وړاندې هڅې اغېزمنې کړې دي.

د راپور له مخې، د غونډې کوربه هېواد ترکیې د یوې داوطلبانه طرحې وړاندیز کړی چې له مخې یې تر ۲۰۳۵ کال پورې د نړۍ د انرژۍ په ټولیز مصرف کې د برېښنا ونډه ۳۵ سلنې ته لوړه شي.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، ګوترېش چې د روان کال په ډسمبر کې یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه کاري دوره پای ته رسېږي، د وروستي ځل لپاره په دغه مقام کې د اقلیمي بدلون په نړیواله غونډه کې ګډون کوي.