منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۵ غ.و
۱۶°صاف · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

خالص: چاپېریالي پروژې دې د افغانستان له لومړیتوبونو او واقعي اړتیاوو سره سمې پلان شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د چاپېریال‌ساتنې ادارې لوی رییس وايي، د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له لارې تمویلېدونکې پروژې باید د افغانستان له ملي لومړیتوبونو، چاپېریالي پالیسیو او واقعي اړتیاوو سره سمې پلان شي.

د چاپېریال‌ساتنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي مطیع‌الحق خالص دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د نړۍوال چاپېریالي صندوق (GEF) په ملاتړ، د افغانستان لپاره د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام (SGP) د بیا پرانیستې مراسمو کې کړې دي.

خالص ویلي چې دغه پروګرام د نړۍوال چاپېریالي صندوق یو مهم نوښت دی چې موخه یې د سیمه‌ییزو ټولنو، نادولتي مؤسسو او ټولنیزو بنسټونو د ظرفیتونو پیاوړتیا، د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د سیمه‌ییزو نوښتونو ملاتړ او د چاپېریال‌ساتنې په فعالیتونو کې د خلکو د ونډې زیاتول دي.

هغه زیاته کړې چې د نادولتي مؤسسو ګډون او له سیمه‌ییزو تجربو او وړتیاوو ګټه اخیستنه کولای شي د طبیعي سرچینو په ساتنه، د ځنګلونو او څرځایونو په بیارغونه، د اوبو او خاورې په مدیریت، د ژوندیو موجوداتو او ایکوسیسټمونو په ساتنه او د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په کمولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پروژو په ټاکلو او پلې کولو کې باید هغو فعالیتونو ته لومړیتوب ورکړل شي چې د طبیعي سرچینو په ساتنه، د چاپېریالي ستونزو په حل، د سیمه‌ییزو ټولنو د ژوند د شرایطو په ښه‌والي او د دوامدارو پایلو په رامنځته کولو کې اغېزناک وي.

د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې لوی رییس ویلي چې دغه اداره به د خپلو قانوني صلاحیتونو او مسوولیتونو په چوکاټ کې، د اړوندو امارتي ادارو په همکارۍ، د یادو پروژو د پلې کېدو بهیر وڅاري او د اړتیا پر مهال به لازمې لارښوونې او تخنیکي مشورې ورکړي.

هغه د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې، امارتي وزارتونو او ادارو، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او نورو همکارو بنسټونو ترمنځ پر منظمې همغږۍ هم ټینګار کړی او روڼتیا، حساب‌ورکونه، د پروژو په ټاکلو کې د عادلانه او علمي معیارونو رعایت او ګډه څارنه یې د دغه پروګرام اساسي اصول بللي دي.

خالص په پای کې د نړۍوال چاپېریالي صندوق، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او نورو همکارو بنسټونو له هڅو مننه کړې او د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام د بیا پرانیستې اعلان یې کړی دی.