کابل (پژواک) – د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي سټنډرډ ادارې له رییسې او یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې نن (دوشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي سټنډرډ ادارې له رییسې فرزانې انصاري سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د معیار او کیفیت ادارې د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمدحامد، په افغانستان کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي او د ایران د وزنونو، پیمانو او اعتبار ورکولو برخو مسوولینو هم ګډون درلود.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د معیاري کولو، د کیفیت د تصدیقلیکونو او وزنونو او پیمانو برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنايي وسایلو، لېټیمي بېټریو، د اوسپنې بیمونو او نورو صنعتي او سوداګریزو محصولاتو تخنیکي او کیفي معیارونه هم د دې لیدنې د بحث موضوعات وو.
د معیار او کیفیت ادارې زیاته کړې چې د دې غونډې په بله برخه کې د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو د تفاهملیک وروستۍ مسوده هم وڅېړل شوه او د هغې نهایي کولو او لاسلیک ته د زمینې برابرولو په اړه خبرې وشوې.










