کابل (پژواک) ـ د اوزبېکستان او افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارو مسوولینو د همکاریو د پراختیا، د نایباباد تمځای د پراختیا او د حیرتان ـ مزارشریف ترمنځ د توکو انتقال د زیاتوالي برخو کې هوکړې کړې دي.
د اوزبېکستان د اوسپنې پلټۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ شرکت د مدیره پلاوي رییس ظفر نرزیلایوف او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس مولوي عبدالکریم فاتح په حیرتان کې لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ برخه کې د همکاریو پر لا پراختیا، له شته امکاناتو د اغېزناکې ګټېاخیستنې او د سوداګریزو توکو د لېږد د کچې پر زیاتوالي خبرې شوې دي.
سرچینې ویلي، په ځانګړې توګه ټینګار شوی چې د روان کال په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د خبرو اترو په پایله کې دواړو لورو پر یو شمېر مهمو موضوعاتو هوکړې کړې دي.
د هوکړو له مخې، د نایباباد تمځای د پراختیا چارې به پر ټاکلي وخت بشپړې شي، له حیرتان څخه تر مزارشریف پورې به د اوسپنۍ پټلۍ له لارې د توکو لېږد تنظیمېږي، د اورګاډو ورځنی تګ راتګ به پراخ شي او افغان وګړو ته به د اوسپنې پټلۍ برخه کې د مسلکي زدهکړو او ظرفیت لوړونې زمینه برابره شي.
کاکړ











