منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

اقتصادي معاونیت له نړۍوالو بنسټونو سره د سوالګرۍ پدیدې د مدیریت پلان شریک کړ 

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د هېواد په کچه د سوالګرۍ کمولو لپاره د دوامدارو لارو چارو د ارزونې په موخه له نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو سره د همغږۍ غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې پکې د سوالګرۍ پر لاملونو، د دې پدیدې د مخنیوي پر دایمي حل‌لارو، په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت پر هڅو او د نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا بحث او د نظر تبادله وشوه.

سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې ټینګار وشو، څو سوالګري راکمه او اړمنو کسانو ته د دوامدار او باعزته ژوند زمینه برابره شي، نو باید د مسلکي زده‌کړو پروګرامونو، مشروطو نغدي مرستو او اقتصادي پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډونوالو د سوالګرۍ د بنسټیزو لاملونو د حل او د دوامدارو معیشتي فرصتونو رامنځته کولو لپاره د مسوولو ادارو او مرستندویه موسسو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر ارزښت هم ټینګار وکړ.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې د غونډې په پای کې یې د سوالګرۍ د پدیدې د ښه مدیریت لپاره یو هر اړخیز پلان د نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو له استازو سره شریک کړ چې د هغوی د هرکلي وړ وګرځېد.