کابل (پژواک) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګهونې خونې د رئیس په مشرۍ د خصوصي سکټور یو پلاوی د «نوي اوزبېکستان؛ د نړۍوالو بازارونو څلورلارې» په نوم نړۍوال سوداګریز کنفرانس کې د ګډون په موخه د اوزبېکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګهونې خونې پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دغه کنفرانس به د نومبر له ۳۰مې د ډسمبر تر ۵مې نېټې پورې ترسره شي او د بېلابېلو هېوادونو سوداګریز پلاوي، د اقتصادي بنسټونو استازي او د خصوصي سکټور فعالان به پکې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې د دې کنفرانس موخه د اقتصادي همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او په سیمهییزو او نړۍوالو بازارونو کې د سوداګریزو فرصتونو پېژندل دي.
د یاد کنفرانس په څنډه کې به د سوداګریزو ناستو، دوهاړخیزو لیدنو او نندارتونونو ترڅنګ د نساجۍ، کرنې، لوجسټیک، درمل جوړولو او معلوماتي ټکنالوژۍ له مرکزونو هم لیدنې ترسره شي.
سرچینې لیکلي چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان د خصوصي سکټور د پلاوي ګډون به د هېواد د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو، له اوزبېکستان او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د فرصتونو د پېژندلو لپاره غوره فرصت برابر کړي.










