کابل ( پژواک) – د رغنیزو چارو، رغونې او بیارغونې صنعت څلورم نړۍوال نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو چې پکې د ساختماني سکټور اړوند بېلابېل توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.
دغه نندارتون د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د افغانستان نړۍوال نندارتون په مرکز کې د پنځو ورځو لپاره پرانیستل شو.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې داخلي او بهرنیو شرکتونو د ساختماني سکټور اړوند بېلابېل توکي او پروژې په لسګونو غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.
په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې افغانستان ورځ تر بلې د ابادۍ پر لور روان دی.

هغه زیاته کړه چې افغانستان په بېلابېلو برخو، په ځانکړي توګه د ودانیز صنعت برخه کې د پام وړ پرمختګ کړي دی.
نوموړي له داخلي او بهرنیو پانګهوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت یې په دې برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړه، هڅې روانې دي چې افغانستان له وارداتي هېواده پر صادراتي بدل شي او په همدې موخه په هېواد کې د پانګونې لپاره پراخې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
حنفي وویل، صنعتکاران دې د هېواد دننه باکیفیته توکي تولید کړي او له سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته باکیفیته توکي را وارد کړي.
په یاده غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونو جوړولو رییس حافظ محمدیقوب جاوېد وویل چې دغه ډول نندارتونونه د هېواد د تولیدي او صنعتي ظرفیتونو په معرفي کولو، محصولاتو ته په بازارموندنه، د سوداګریزو فرصتونو په رامنځته کولو، د پانګونې په جلبولو او اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري.
هغه زیاته کړه چې د دغه نندارتون جوړېدل به د ودانیز صنعت، د صنعتي توکو او تجهیزاتو په معرفي کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د هېواد د بیارغونې او ابادۍ په چټکتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
هغه له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې له دغه نندراتونه لیدنه او د خپلو کورني تولیداتو ملاتړ دې وکړي.
په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزیر وویل، د دغه وزارت دا مسوولیت دی چې خلکو ته معياري او باکیفیته کورونه وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، دغه وزارت په یوازې ځان نه شي کولی چې د ټولنې د خلکو ضرورتونه پوره کړي او له خصوصي سکټوره یې غوښته وکړه چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
حقاني وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې په ساختماني چارو کې خصوصي سکټور ته اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي وویل چې اوس ښه فرصت رامنځته شوی او له سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې په ساختماني او د کورونو جوړولو برخو کې پانګونې وکړي.











