کابل (پژواک) ـ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کینیا د کانونو له وزیر سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د پانګونې فرصتونو، د کانونو برخه کې د همکاریو، د معدني محصولاتو د پروسس او صادراتو او د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د تولیداتو د حضور لپاره د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې د کینیا جمهوریت د کانونو له وزیر حسنعلي جوه سره کتلي دي.
سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا د پانګونې پر فرصتونو د کانونو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په ځانګړي ډول د معدني محصولاتو د پروسس او صادراتو د کرنیزو او صنعتي تولیداتو او د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د افغانستان او کینیا د محصولاتو د حضور لپاره د زمینې برابرولو په اړه خبرې شوې دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هېواد تولیدي او صنعتي ظرفیتونو ته په اشاره د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي له کینیا څخه د چای او قهوې ترڅنګ د نورو محصولاتو پر واردولو او د متقابلو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړې دی.
خبرپاڼه کې راغلي، د کینیا د کانونو وزیر هم د همکاریو د پراختیا هرکلی کړې او د کینیا د تولیدي محصولاتو لپاره یې د افغانستان د بازار پر ظرفیت او د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د دغه هېواد د ترانزیټي او لوژستیکي موقعیت پر کارولو ټینګار وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په پای کې دواړو لورو د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او د بحث شویو موضوعاتو د تعقیب او عملي کولو په موخه د یوې ګډې کاري ډلې د جوړولو لپاره د یوه تفاهم لیک پر ترتیب او لاسلیک هوکړه کړې.
ټاکل شوې ده چې د دغه تفاهم لیک مسوده د کینیا له لوري چمتو او د ارزونې او نظر څرګندولو په موخه له افغانستان سره شریکه شي.











